څرنـګه موږ پوهيږو چي كيك پوخ دى؟ :

comments 0

0 Views

د دې دپاره چي موږ پوه سو چي كيك پر مخ پوخ دى يوه فلزي
ميله يا پنجه را اخلو او په كيك يې ننه باسو كه چيري پنجه يا ميله پوري شي نه وموښتى نو كيك پوخ دى.
ساده اسفنجي كيك
د اړتیا ور مواد:
1- هګۍ شپږ دانې .
2- ترميده اوړه شپږ د ښوروا خوري كاچغي .
3- بوره شپږ د ښوروا خوري كاچغي .
4- بيكينـك پوډر نيمه كاچغه.
د پخېدو طریقه:
د هګۍ ژړ او سپين سره جلا كوو. د هګۍ ژړ د بورې او بيكينـګ پوډرو سره يو ځاي كوو سره ګډوو يې او ښه يې سره وهو تر څو رنـګ يې سپين وګرځي. د هګۍ سپين جلا سره وهو تر څو لكه ځګ داسي سي. بيا ژړ او سپين سره يو ځاي كوو او اوړه په جټكي سره ور اچوو او سره وهو يې چي ګډ سي. بيا وروسته ( بايد ډېر سره ونه وهل سي چي د اوړو پاړسوب كښېني ) دغه مواد په قالب كي دومره اچوو چي قالب درې څلور سانتۍ تش وي بيا يې د يو ساعت د پاره ايږدو چي پوخ سي تر هغه مهاله چي كيك نه وي پوخ سوى بايد د كيك سر ور خلاص نه كړى. كله چي پوخ سو بيا تاسي يوه پنجه واخلۍ او په كيك كي دننه كړۍ او بيا يې وګورى چي كه په پنجه پوري شى نه وه موښتي كيك پوخ دى. او كه چيري د كيك منځ اوم وو يو پنځلس دقيقې يې نور هم كښېږدى. بيا قالب را باسو او په چاړه باندي شا و خوا د قالب څخه جلا كوو او قالب چپه كوو. او ايږدو يې چي سوړ سي بيا دغه كيك تاسي كولاي سى چي په مربا يا پېروي او يا نورو كريمو باندي ښايسته كړى.
نوټ :- كه چيري داش يا د كيك دېگـګ نه وي تاسي كولاى سى چي پدغه عادي دېګ كي چي موږ ورجي پخوو يا بل شى پخوو په دغه دېګ كي پوخ كړى. د كيك مواد جوړ كړى دېګ غوړ كړى. او دغه د كيك مواد ور واچوى سر يې ور بند كړى د لاندي خوا څخه د اشتوپ اور ور خام كړى او دېګ پر كښېږدى يا يې پر سكرو باندي كښېږدى او پر سر باندي ښه ډېر د سكرو اور واچوى. خو د لاندي اور يې بايد ډېر كم وي. وروسته له ينم ساعته يې وګورى ستاسي د خوښي كيك به پوخ وي.

Share this page to Telegram

Comments