څرخ کې طالبان ښوونځیو ته اجازه نه ورکوي

comments 0

6 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې طالبانو ټول ښوونځي تړلي چې له کبله یې دوولس زره نجونې او هلکانو له زده کړو بې برخې پاتې دي .
ولایتي شورا او مدني فعالان وایي ، طالبانو څرخ کې دغه ښوونځي وروسته له هغې وتړل چې صفر یو قطعې دغه ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل .
ولایتي اداره هم د طالبانو له لوري څرخ کې د دیرشو ښوونځیو تړل تاییدوي خو وایي چې د پرانیستو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.
ځايي خلکو له طالبانو غوښتي چې د عملیاتو په غبرګون کې دې ښوونځي نه تړي او د دوی اولادونه دې له زده کړو نه بې برخې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments