ځینې سیاسیون د سولې لپاره د ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د سولې د روانو خبرو له امله دې راتلونکې ولسمشریزې ټاکڼې وځڼدول شي.
یو شمېر سیاسیون وایي، اوس چې له طالبانو سره د سولې خبرې او هڅې چټکې شوې، حکومت ته په کار ده چې سوله له ولسمشریزو ټاکنو اړینه او مهمه وګڼي.
د ولسي تحریک په نامه ټولنیز بنسټ ويلي، له طالبانو سره دې د سولې د خبرو په خاطر راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې وځڼدول شي.
د ولسي تحریک مشر عبدالحکیم نورزي ویلي، د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، امنیتي او داسې نورو ګڼو ستونزو لامل تېرې ولسمشریزې ټاکنې دي، او په وینا یې خلکو او هېواد ته یې د ګټو پر ځای زیانونه زیات وو.
نورزی ټینګار کوي چې حکومت دې د دغو ټاکنو په ترسره کولو تېرې ترخې تجربې نه تکراروي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې، تیره ورځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنه پیل شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments