ځینو ولایتونو د سختو بارانونو اټکل شوی

comments 0

2210 Views

هندوکش – کابل: لویدیځه او سویلي حوز کې یو ځل بیا د سختو بارانونو اټکل شوی چې سیلابونه به ورسره مل وي.

د هرات د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي اداره وایي، بارانونه به له هرات شروع شي او په بادغیس، فاریاب، ارزګان، غزني، زابل، کندهار ولایتونو کې به دوام پیدا کړي.

د بارانونو اټکل په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې شوی چې هلمند، فراه او نیمروز ولایتونه هم پکې شامل دي.

مسوولو ادارو د دې ولایتونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سیلابونو له امله دې بیداره اوسي چې زیان ورته وا نه ړوي.

تر دې وړاندې یادو ولایتونو کې ځینې یې سیلابونو سخت زیانمن کړي و چې زیاتې کورنۍ یې بې ځایه کیدو ته اړ کړې وې.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments