ځوانانو د افغان ځواکونو قربانۍ وستایلې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې ګڼ شمير ځوانانو او مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې د ګډو امنيتي ځواکونو قربانۍ وستايلې او په هر حالت کې يې ورڅخه بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د راټولو شويو ځوانانو په استازولۍ قرار عزيزي، عبدالرحمن معاون ، شيرزمان خوږياڼي ، لطيف واحدي او يو شمير نورو په دې ولايت کې وروستي وضعيت ته په کتو امنيتي ځواکونو سره د ولسونو همکاري اړينه ياده کړه.
د ځوانانو په باور، د امنيتي ځواکونو په هڅو او د ځوانانو په همکارۍ به ډير ژر امنيتي وضعيت لا ښه لور ته لاړ شي.
خبرپاڼه د ننګرهار د ځوانانو له قوله لیکي، چې د بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې به مبارزه کوي او هم يې د ملي ګټو پرضد او د شخصي ګټو لپاره جوړ شوي ايتلافونه وغندل.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments