ځانګړي ځواکونه د ترهګرو پروړاندې یو قوي دیوال / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ځانګړي ځواکونه چې په ډير ښه ډول سره روزل شوي، هر کله یې ترهګرو ته داسې ګوزارونه ورکړي چې تر عمره به یې یاد ساتي.
دا ځواکونه ځانګړي مهارتونه لري چې کولی شي هر ځای او هر کله دښمن په څو دقیقو کې له منځه یوسي.
دا ځواکونه داسې زړه ور دي چې د دښمن منځ ته ورځي هدف لاس ته راوړی او بیرته روغ رمټ مرکزونو ته ستنیږي.
ځانګړي ځواکونه داسې روزل شوي چې د سل دښمنانو په وژل کیدو سره یې یو کس تلف ورکوي او د نورو ځواکونو په پرتله یې تلفات سل چنده کم او لاس ته راوړنې یې سل چندې لوړې دي.
دا ځواکونه د هغو ځانګړو عملیاتو دنده پرغاړه لري ډله ییز ځانمرګي ښارونو کې ځای ونیسي او دا ځانګړې ډله یې منځ ته ورځي او یو یو ترهګر وژني.
نو دې ځواکونو د ترهګرو داسې پلانونه شنډ کړي ترهګرو یې فکر هم نه کو.
دې ځواکونو د ترهګرو هغه خوبونه له منځه وړي چې د موسی کلا ولسوالۍ غونډې مرکزونو کې هم د ارام خوب نه لري.
دا ځواکونه چې هر ځای کې د دښمن په تړاو کشفي راپور ترلاسه کړي، بیا د دښمن سر ته ولاړ وي، او تر څو چې له خوبه پورته کیږي، دوی یې کار خلاص کړی وي.
دا ځواکونه د ترهګرو پروړاندې هغه دیوال دی چې د ترهګرو ټولو ارمانونه یې ګور ته لیږلي دی.
دې ځواکونو په طالبانو او داعش وسله والو ځمکه تنور کړې او هیڅ ځای کې یې ځای نه کیږی.
د دې ځواکونو له ډاره ترهګر له یو ساعت زیات په یو ځآی کې نه شي پاتې کیدلی او هر یو ساعت وروسته خپل ځای بدلوي، که هغه شپه وي او که ورځ.
دې ځواکونو وروستیو کې د ترهګرو تر څنګ د لنډغرو، زور واکو او غاصبینو ځپلو ته هم مخه کړې ده.
له کله چې دې ځواکونو داخلي مافیا باندې لاس پورته کړی، ورسره سم د دوی د نوم بدي کولو هڅې هم پيل شوي دي.
پاکستان او نور افغان دښمنه هېوادونه هیڅکله دا نه شي زغملی چې افغانستان دې داسې ځواک ولري چې هره ترهګره ډله دې ترې دار ولري.
نو د پاکستان په ګډون نور افغان دښمنه هېوادونه اوس هڅه کوي چې دا ځواکونه نوم بدي کړي او هغه مینه چې افغانان یې له دې ځواکونو سره لري، په کرکه بدله شي.
خو افغانان به هیڅکله اجازه ور نه کړي، افغانان په خپلو ځآنګړو ځواکونو باور لري او ډاډه دي چې همدا ځواکونه به یې د ترهګرو له شر خلاصوي.

Share this page to Telegram

Comments