ځانګړو ځواکونو په کندهار کې یوولسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش_کندهار: د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د سره بغل په سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي.
هغه وایي، په دغه عملیاتو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
ده وویل، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو اطاقونه، وسلې، انفجاري مواد او یو شمیر وسایط له منځه وړل شوي دي.
د احمدي په خبره، وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او د تل په څیر یې په ترهګریزو بریدونو کې بې ګناه هیوادوال چې اکثره وخت پکې ماشومان او ښځې شامل وي شهیدان او زخمیان کړي دي.
چارواکي وايي، د میوند ولسوالۍ په عملیاتو کې ملکې وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او افغان ځواکونه تل هڅه کوي چې ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments