ځانګړو ځواکونو په هلمند کې د القاده شبکې یو مهم غړی نیولی

comments 0

91 Views

هندوکش ــ هلمند: دهلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې دالقاعده شبکې یو مهم غړی نیولي دي.
په ترسره شوو عملیاتو کې دنیول شوي کس سربیره یو بل تن چې له یاد کس یې همکاري درلوده هم نیول شوي دي.
ځايی چارواکي وایی، چې په ترسره شوو عملیاتو کې۱میل کلاشینکوف،۱‍ موټر سایکل، ۱ تومانچه او ۱۵ پاکستاني شناختي کارډونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادوني وړ ده، چي په دغه عملیاتو کي افغان ځانګړو ځواکونو، ملکي وګړو او د هغوی کورونو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله او زیان ندي اوښتي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments