ځانګړو ځواکونو په خاکرېز ولسوالۍ کې د وسله والو ترهګرو دوه تنه قومندانان او شپږ وسله وال وژلي

comments 0

238 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي، تیره شپه افغان د ځانګړو ځواکونو ۰۳ قطعې د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ اړوند د عالم په کلي کې د هوایي او ځمکني عملیاتو په پایله کې دوه تنه د وسله والو ترهګروقومندانان او شپږ نور وسله وال وژلي دي.
دی وایي، په دې عملیاتو کې پنځه تنه وسله وال ژوبل شوي هم دي او د هغوی یو عراده موټر، شپږ عرادې موټرسایکلان هم له منځه وړل شوي دي.
د والي ویاند وویل، دغه راز د وسله والو طالبانو سپکې او درنې وسلې، مهمات او پټنځایونه هم په مکمل ډول له منځه وړل شوي دي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه، په ترسره شویو عملیاتو کې لس کړۍ هغه ماینونه هم کشف او شنډ شوي د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړل شوي وو.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments