ځانګړو ځواکونو پنجوايي کې عملیات کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، ځانګړو ځواکونو په پنجوایي ولسوالي کې ۱۲ وسله وال وژلي دي.
د کندهار د امنیه قوندانۍ مرستيال ویاند مطیع الله هلال وایي، تېره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د پنجوایي ولسوالۍ د ګرم ابک په يو شمېر کليو کې د عملياتو پر مهال له وسله والو سره نښته کړې، چې له امله یې ۱۲ وسله وال وژل شوي او د هغوی مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي.
هلال وایي، په عملياتو کې لس نور مشکوک کسان هم نيول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *