ځانګړو ځواکونو پروان کې څلور وسله وال طالبان نیولي

comments 0

154 Views

هندوکش ــ پروان: د پروان امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ځانګړو ځواکونو څلور طالب قومندانان نیولي.
د دغه ولایت د پولیسو قوماندان رسنیو ته وویل، د ځانګړي راپور په اساس په جبل سراج ولسوالۍ د پل مټک په سیمه کې څلور وسله وال قومندانان چې غوښتل یې غوربند ته لاړ ته شي ځانګړو ځواکونو نیولي.
نوموړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوه نیول شوي قومندانان د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د طالبانو لپاره او دوه نور یې د بغلان ولایت لپاره ګومارل شوي وه.
عبید راپور

Share this page to Telegram

Comments