ځانګړو ځواکونو میړانه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د وسله والو په یو ټولي برید کړی او ټول یې وژلي دي.
د سیمې د خلکو په خبره، ځانګړي ځواکونه په یو شخصي موټر کې د طالبانو هغه سیمې ته ورغلي چې طالبانو به پکې خلک زورول او تلاشي کول.
کله چې ځانګړي ځواکونه د طالبانو تلاشۍ ته رسیدلي، پرې برید یې کړی او یو سرګروپ په ګډون یې څلور طالبان ځای په ځای وژلي.
د طالبانو وژل شوی سرګروپ خالد شینواری نومیږي چې په لوطي مشهور و .
د سیمې د خلکو په خبره، خالد به کوچني هلکان لیکو ته جذبول او بیا به یې پرې جنسي تیری کاوه.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *