ځانګړو ځواکونو حمید خراسانی ونیو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: پر حمید خراساني بېلا بېل تورونه دی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یي د نیولو هڅې روانې وې.
خراساني د کورنیو چارو وزارت په هغه نوملړ کې و چې د نیولو لپاره یي هڅې روانې وې.
پر خراساني د زورواکي، عامه نظم ګډوډولو او نور تورونه پورې شوي دي.
خلک وایی خراساني خپل غیری مسوول وسله وال درلودل چې د مشرانو تصویرونو ته د سپکاوي ترڅنګ یي به یي خلک زورول .
حمید خراساني قوي ملاتړي درلودل او په همدې وجه د پولیسو له چنګه لیرې پاتې شو.
کورنیو چارو وزارت وایي، له خراساني سره به قانوني چلند وشي او د ټولو جرمونو حساب به ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments