ځانکړو ځواکونو په سرپل کې موټر بم نیولي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوي اعلامیه کې رسنیو ته ویلي چې افعان امنیتي ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت په عمومي لار کې د ځانګړي راپور په اساس عملیات ګړي چې په پایله کې د زرکیلو په اندازه د چاودیدونکو توکو ډک موټر بم کشف او له منځه وړي
د کورنیو چارو وزارت د علامیې له مخې، وسله والو طالبانو په دغه موټر کې زر کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې د خلکو په ګڼه ګونه کې خپله چاودنه وکړي، خو هدف ته له رسېدو مخکې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شنډ او ونیول شو.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې یو شکمن کس هم د افغان ځواکونو له خوا نیول شوی دی..
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments