ځانمرګې بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شو

comments 0

1 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه ځانمرګي برید مخنیوی کړی دی.
له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د لوګر ولایت په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه برید وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د لوګر پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.
د یادونې ده چې د ځانمرګي واسکټ د لوګر د امنیه قومندانۍ د پولیسو لخوا تر کشف وروسته شنډ شو.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments