ځانمرګی بریدګر ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې یو ۱۳ کلن ماشوم چې د ځانمرګي برید لپاره روزل شوی و، پولیسو نیولی دی.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره د د نیول شوي کس عکس هم خپور کړي چې نوم یې وقار ښودل شوی دی.
وقار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش ډلې ته ورغلی و او هغوی د ځانمرګي لپاره روزلی و.
نیول شوي ماشوم اعتراف کړی چې د برید لپاره چمتو شوی او نور څېړنې ورڅخه روانې دي.
هسکه مېنه ولسوالۍ کې له داعش سره زیات شمېر ماشومان شته چې په فریبانه تبلیغاتو تېر ایستل شوي او بیا د ځانمرګو لپاره چمتو شوي او چمتو کیږي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *