ځانمرګي ته د یو سرتېري غاړه ورکول له ستاینې سره مخ دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ملي اردو محمد عمر په نوم اتل سرتېرې د خپل ژوند په قربانۍ د سلګونو وطنوالو ژوند وژغورو .
ننګرهار ولایت د بهسودو پل څېرمه څلور لارې کې تېر ماښام نږدې د محمد عمر په نوم د ملي اردو یو قهرمان سرتېري چې یو کس یې تر شک وروسته پلټو او د پلټنې پر مهال پوه شوی وو،چې ځآنمرکی بریدګر دی،په غیږې ورکول سره یې د شهادت لوړ مقام خپل کړ
د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، یاد سرتېرې د غیږې په ورکولو سره بریدګر د خلکو د ګڼې ګونې څخه بهر ویستلو،چې په همدې حال کې شاوخوا ۱۸ کلن بریدګر په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې په ترڅ کې د محمد عمر په نوم یاد اتل سرتېرې خپل ژوند قرباني کړ،خو په سیمه کې د سلګونو وطنوالو او نورو سرتېرو ژوند وژغورو .
په دې پېښه کې څلور سرتېرې او یو ملکی وګړی هم ټپيان شوي دي،چې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي
د محمد عمر دا قرباني په خواله رسنیو کې له هر کلي سره مخ ده او په دې سره زیاتو ځوانانو غږ کړی چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، تر څو دښمن نابود شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments