پېنځه افغان لوبغاړي په سي پي اېل کې اخېستل شوي

comments 0

199 Views

هندوکش ـ کابل: د کارابین پریمېیر لیګ سیالیو د رسمي ویبپاڼې وویل،چې پېنځه افغان لوبغاړي به د ویسټ انډیز د کورني کرکټ په سیالیو کې لوبې ترسره کړي.
په اخېستل شویو لوبغاړو کې مجیب الرحمن ځدران، راشدخان، محمد نبي، قیس احمد او رحمن الله ګوربز شامل دي.
یاد اخیستل شوي افغان لوبغاړي به د سږ کال د سي پي ایل په سیالیو کې له مختلفو لوبډلو کې ولوبېږي.
افغان کرکټ بورډ په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو اخیستل او لوبېدل په نېک اقدام بولي او وایي، په دې سر د افغان لوبغاړو تجربې نورې هم زیاتیږي.
ټاکل شوې چې د ویسټ انډیز کورنۍ سیالۍ د روان میلادي کال په اګېسټ میاشت کې ترسره شي.
همدرانګه باید وویل شي، چې د سي پي ایل تر څنګ په ای پي ایل، بېګ باش او د بنګله دېش په کورنیو سیالیو کې هم افغان لوبغاړي اخیستل کېږي، چې تر اوسه ښې لاسته راوړنې هم لري.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments