پکیتا کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

comments 0

80 Views

هندوکش ــ پکتیا: د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیا کې چارواکي وايي، په زرمت ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن (عقرب/لړم ۹مه) وویل، ددغو طالبانو او د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو ترمنځ جګړه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سیمه کې شوې ده.
ښاغلي حسرت وویل، په جګړه کې د پوځ یو سرتېری هم ټپي شوی دی.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments