پکتیکا کې ۳تنه وسلوال طالبان ټپیان شويدي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ پکتیکا: وسلوالو طالبانو تیره ورځ د پکتیکا ولایت په خوشا مند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي دي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳تنه وسلوال ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې طالبان د سولې خبرو ته ژمن نه دي او نه غواړي، چې په هېواد کې دایمي سوله قایمه شي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت اوسیدونکي له وسلوالو طالبانو څخه غواړي، چې تاوتریخوالي ته د پاي تکي کېږدي او سوله وکړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments