پکتیکا کې ۲۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوي.

comments 0

2368 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا ولایت وړممۍ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د پکتیکا چارواکو په دې اړه رسنیو ته وویل: چې تېره شپه هوایي ځواکونو د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پټن ځای په نښه کړی چې په ترڅ کې یې شل تنه طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي هیڅ وسله والې ډلې ته به نور د دې اجازه ورنه کړي چې د ګران هیواد افغانستان په خلاف کړنې ترسره کړي او د دې هیواد خاورې او ناموس ته زیان ورسوي.
دوی وویل: د وسله والو طالبانو پټن ځای په مکمل ډول له منځه وړل شوی او د دوی زیات شمېر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments