پکتیکا کې ولسونو د سولې هڅې پيل کړي

comments 0

5 Views

هندوکش – پکتیکا: له افغان حکومت سره له درې ورځیني اوربند وروسته طالبان بیرته د افغان ځواکونو پر ضد خپلې جنګي تګلارۍ ته ګرځیدلي خو پکتیکا کې د سولې په هیله لا هم د ولسي وګړو هڅې دوام لري.
همدا نن ارګون ولسوالۍ کې د سولې لپاره د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو سل کسیزه کمېټه جوړه شوه څو سوله ییزو هڅو ته دوام ور کړي.
ددغې کمېټې غړي وايي، د سولې ټینګښت لپاره به د جګړې له ښکیلو لوریو سره پرلپسې ناستې ولري.
د پکتیکا مرستیال والي شیربادشاه ارګوني، د خپل ولایت په استازیتوب ډاډ ورکړی چې دوی د سولې هر ډول مذاکراتو لپاره چمتو دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments