پکتیکا کې فساد په تور د اړونده ادارو دوه ریسان نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د اداري فساد و جعل کارۍ په تور د پکتیکا دوه ریسان د ملي امنیت منسوبین لخوا ونیول شول.
ځایې چارواکي وایي چې، نيول شویو کسانو کې د پوهنې سرپرست رييس او د اقتصاد رييس شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه کسان د ملي امنیت له لوري حعل او اداري فساد په تور نیول شوي چې تر څیړنې لاندي دي.
که څه هم په دې اړه د پکتیکا د پوهنې او د اقتصاد ریاستونو څه نه دي ویلي.
خو رسنیو ته باوري سرچینو ویلي دي چې د پوهنې سرپرست رييس محمد نسيم واجد د ملي امنيت له لوري نيول شوى دى.
د ملي یووالي حکومت له پیله فساد په تور ډیرې دوسیې څیړل شوې او تورن کسان څارنوالې ته معرفي شوي چې د کارپوهانو په اند د ملي یووالي حکومت یوه غټه لاسته راوړنه ده.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *