پکتیکا کې د ولسونو خبرداری

comments 0

11 Views

هندوکش – پکتیکا : د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ټولو قومونو مشرانو په یوه غونډه کې خبرداری ورکړ، که په جګړه کې ښکیلو هرې غاړې له سولې تېښته وکړه، پرضد به یې ولسي پاڅون پيل وکړي.
د پکتیکا قومي مشران، دیني علماء، مخور او ځوانان په یوه غونډه کې سره راټول شوي و او د حکومت د سولې له وړاندیزونو او طرحو یې هرکلی وکړ.
مشرانو په خپلو خبرو کې روانه جګړه پردۍ بللې چې یواځې قرباني یې افغانان دي او د افغانستان د ویجاړۍ لپاره ډیزاین شوې.
قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د لوی اختر په مناسبت دې دایمي اوربند وشي او دا اوربند دې طالبان او حکومت په دایمي سوله بدل کړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments