پکتیکا کې د موټر بم مخه نیول شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا پولیسو هغه موټر بم هدف ته تر رسیدو وړاندې له منځه وړی چې په یو جومات د برید لپاره چمتو شوی و.
د پکتیا امنیه قومندان ایمل نیازی وایي، د جمعې په شپه پولیسو هغه موټر بم او ځانمرګی له منځه وړي چې مرکز ښرنې ته روان و.
د مالوماتو له مخې ، دا بریدګر د برمل ولسوالۍ اړوند ملک شای سیمه کې په یو کمین کې له منځه تللی دی.
د نیازي په خبره، د دې برید په تړاو مالومات ترلاسه شوي و او کمین ورته نیول شوی و.
د پولیسو مالومات ښيي چې دا برید په یو جومات باندې برابر شوی و چې په خنثی کولو سره یې د زیاتو خلکو ژوند وژغورل شو.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments