پکتیکا کې د تذکرو پاڼې نشته

comments 0

10 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په زیات شمېر ولسوالیو کې د تذکرو فورمونه ختم شوي او خلک نشي کولی چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړي.
خلک غوښته کوي چې په ولسوالیو کې دې د ټاکنو د نوملیکنې پروسې وخت زیات او هغو سیمو کې دي عملیات وشي چې د نا امنیو له امله یې مرکزونه تړلي دي.
په همدې تړاو قومي مشرانو غونډه جوړه کړې وه چې له مسوولینو څخه د ټاکنو لپاره د لازمو اړتیاوو غوښتنه وکړي.
غونډه کې د ولسمشر مشاور نبي مصداق هم منلې چې ځینې کسان په لوی لاس غواړي خلک له ټاکنو بې برخې شي.
ښاغلي مصداق له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments