پکتیکا او پکتیا کې ۹۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښتو کې ۹۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت خبر له مخې، د یادو نښتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو ډېر شمېر موټرسایکلونه، وسلې، مهمات او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
خبر زیاتوي چې، همداراز تېره ورځ د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې څلور ماین خښوونکي هم نیول شوي دي.
د خبر پر بنسټ یادو ماین خښوونکو منلې چې په سروضه کې یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ نښتو او ماین چاودنو کې لاس درلود.
د یادونې ده چې د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې هم د یوې راکټ ګولۍ د چاودنې له امله دوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments