پکتیکاوالي نجونې به ډاکټرانې شي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ګرديز: پکتیکا کې د یونیسیف موسسې په مالي ملاتړ د ټولنې په کچه د قابلګۍ زده کړو دریمه دوره پیل شوه، چې له پنځلسو ولسوالیو دېرش پکتیکاوالي نجونو په دوو کالونو کې روزي.
تمویل کوونکي اداره وايي، له محصلینو یې تعهد تر لاسه کړی چې تر فراغت وروسته به دپکتیکا په لري پرتو ولسوالیو کې دندې اجرا کوي.
بلخوا د پکتیکا دعامي روغتیا ریاست وايي، په ولسوالیو کې د دې نجونو په ګمارنه سره به دمور او ماشوم په مړینه کې کموالی راشي.
د پکتیکا والي الیاس وحدت د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ، چې ورسره به د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي او دې ته ورته نوري ستونزي حل شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply