پکتیا کې ۶ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي

comments 0

5 Views

هندوکش-پکتیا:د پکتیا ولایت په احمد آبا ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې شپږ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول.
د پکتیا ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم رسینو سره په خبرو کې وویل چې د روان کال د اسد میاشتې په ۱۴ نیټه ماښام مهال د احمد آبا ولسوالۍ اړوند زرګل سیمه کې وسلوالو مخالفینو غوښتل چې په یو پیکپ ډوله موټر کې یو شمیر وسلې له یوې سیمې بلې ته انتقال کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له برید سره مخ شول چې په پایله کې یې د مخالفینو شپږ تنه غړي ووژل شول او یو شمیر وسلې یې له منځه یوړل شوې.
یاده پيښه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې وړمه شپه د احمد خیلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې څلور تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او دوه تنه نور یې ټپیان شول.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments