پکتیا کې ۲۵ وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

comments 0

6 Views

هندوکش – پکتیا: د ایتلافي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب او زرمت ولسوالۍ کې ۲۵ وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د سویل ختیځ زون د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتو مسول جګړن ایمل خان مومند له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ایتلافي ځواکونو د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سورګل، لکړۍ، سرې خاورې او د نښتر چینو اړوند سیمو کې هوايي برید ترسره کړی دی چې په پایله کې یې د مشهور قومندان الله نور په ګډون ۶ تنه وسلوالو مخالفین وژل شوي او ۷ تنه نوریې ټپیان شوي دي.
د مومند په خبره چې په یاد برید کې د مخالفینو ۳ عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې ایتلافي ځواکونو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د کلالګو په سیمه کې هم هوايي برید ترسره کړی.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعانو مسول رسنیو ته وویل چې په یاد برید کې ۱۲ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او یو میل زیکویک او یو عراده صرف ډوله موټر هم پکې له منځه وړل شوي دي.
د مرکز ګردیز اوسیدونکي احمد شاه او مدني فعال احمد له افغان دولت او ایتلافي ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د مخالفینو ځپلو لپاره دې ورته بریدونه نور هم ډیر کړي ترڅو یاده ډله له منځه یوړل شي.
دوی وايي یاده ډله سولې ته ژمنه نه ده او باید وځپل شي.
د یادولو وړ ده چې په تیرو څو ورځو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د هیواد په لر او بر کې ګڼ شمیر وسلوالو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي

Share this page to Telegram

Comments