پکتیا کې ۲۲ طالبان وژل شوي او ټپيان دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ولایت مقام وایي، د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو کې چې په زرمت او جاني خېلو ولسوالیو کې شوي ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د پکتیا د والي ویاند سردار ولي تبسم وایي، بې پيلوټه الوتکې د جاني خېلو ولسوالۍ په کوټکي سیمه کې د طالبانو موټریز کاروان په نښه کړی چې ۷ کسان پکې وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د تبسم په خبره، د زرمت په سهاکو سیمه کې هم په هوایي برید کې دوه طالبان چې په موټر سایکل سپاره و په نښه شوي او دواړه وژل شوي دي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *