پکتیا کې ځینو سیمو ته د امن نوم ورکول کیږي

comments 0

41 Views

هندوکش – پکتیا: په پکتیا کې د ولسونو هڅې روانې دي چې دغه د دغه ولایت یو شمېر سیمې امن په نوم اعلان کړي.
والي شمیم کټوازي بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د زون په کچه مشران د یوې جرګې هوډ لري چې له همدې لارې به پکتیا د سولې ولایت اعلان کړي.
د والي په خبره مشران به له دولت او طالبانو دواړو واک واخلي، پکتیا به د سولې ولایت اعلان او بیا به ورته هڅې نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د جمعې په ورځ د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ سلګونه قومي مشرانو، ځايي خلکو او د طالبانو ځینې غړو هوکړه کړې چې دغه ولسوالۍ کې تلپاتې اوربند وشي او یوې ډلې ته هم د جګړې اجازه ور نه کړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments