پکتیا کې په للمي ځمکو کښت نه دی شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا:د پکتیا په یو شمیر ولسوالیو کې د وچکالۍ له کبله تر ټولو ډیرې حاصل ورکوونکې ځمکې نه دي کرل شوي.
څمکني او پټان د پکتیا هغه ولسوالۍ بلل کیږي چې ډیره کرنیزه ځمکه لري او وریژې یې د لویې پکتیا په کچه مشهورې دي، خو سږ کال د وچکالۍ له کبله دغه سیمو کې د وریژو کر بیخي کم شوی او وچ فصل ته یې هم اوبه نه رسیږي.
د دې تر څنګ دغه ولسوالیو کې د څښاک اوبو کچه هم ټیټه شوې او خلک په ډیره ستونزه د څښلو اوبه پیدا کوي .
د دغه سیمو ډیری خلک په کرونده بوخت دي او دا چې ځمکو ته یې اوبه نه رسیږي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دوی په دې برخه کې له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستې غوښتنه کوي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments