پکتیا کې په تېرو شپږ میاشتو کې د وسلوالو طالبانو خښ شویو ماینونو له امله ۶۷ ملکیان وژل شوي

comments 0

13 Views

هندوکش ـ پکتیا: د چارواکي وایي، په تېرو شپږ میاشتو کې د طالبانو ځای پر ځای شویو ماینونو کې ۶۷ ملکیان وژل شوي دي.
دغلته سرپرست امنیه قوماندان لطف ‌الله کامران پرون د امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته وویل، دغه ماینونه د وسلوالو طالبانو لخوا ایښودل شوي دي.
کامران وایي، دې موده کې نږدې پنځه نیم سوه ماینونه خښ شوي چې ډېره برخه‌ یې شنډ شوي دي.
ښاغلی کامران زیاتوي: “۵۴۳ ماینونه ایښودل شوي دي، ۷۶ ملکي کسان دغو ماینونو کې شهیدان شوي دي او ۱۸۴ نور ټپیان شوي دي.”
د کامران په خبره، وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه‌ دي ویلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments