پکتیا کې وسله وال برید د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان وژلې

comments 0

8736 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ولایت رسنیز دفتر څخه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله‎والو مخالفانو په یوه کمین کې ووژل شو.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته ویلی، چې محمد ایوب تندر تېره شپه د یحیی‎خېلو ولسوالۍ د ګل‎وال په سیمه کې کورته ته روان وو چې پرې حمله وشوه.
د ښاغلي ارین په خبره محمد ایوب تندر او ساتونکو يې له وسله‎والو مخالفانو سره نږدې درې ساعته جګړه وکړه.
په دې پېښه کې د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي او درې وسله‎وال مخالفان هم وژل شوي دي.
وسله‎والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د یاد برید په اړه څه نه‎دي ویلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments