پکتیا کې طالب وسله والو یو ښوونکې په ډزو ووژه

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې طالب وسله والو ډلو هغه ښوونکی په ډزو ووژه چې توره ږیره یې د پوهې په زده کولو سپینه کړې وه.
زرمت کې د سیمې خلک وایي چې ښوونکې حبیب الله زرمتې نومیږي چې وسله والو لخوا په شهادت رسیدلې دې. خلک زیاتوي چې شهيد حبیب الله زرمتي په سیمه کې له هيڅ چا سره شخصي دښمني نه لرله او په دې کار کې پآکستان پلوي طالبان لاس لري.
د نوموړو په وینا چې تر دې مخکې د زرمت د يوازنۍ ليسې دوه نور استادان هم طالبانو شهيدان کړي وو.
یاده دې وي چې په زرمت کې د طالبانو د اخطارونو له امله ډيری ښونځي تړل شوي او يوازنی پرانيستی ښونځی د طالبانو تر سختو ګواښونو لاندې دی ان تر دې چې ښونکي يي شهیدان کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې پاکستان پلوي طالبانو ښوونکو ته مکتب ته دی نه ورتلو څو ځلې اخطارونه ورکړي وو.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply