پکتیا کې زوم او ناوی د واده په لومړۍ شپه ګازي بخارۍ وژلي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ پکتیا: سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نیولي او مړه شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د رباط سیمې د ګډوالو په کمپ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د نجیب الله وطن مل په نوم یو ځوان او تازه واده شوې مېرمن یې د یخنۍ له امله ګوټه کې ګازي بخارۍ لګولې، چې وروسته همداسې چالانه پاتې شوې ده.
دی وايي، د بخارۍ ګاز ناوې او زوم دواړه نیولي، چې وروسته مړه شوي او سهار یې د کورنۍ غړي پرې خبر شوي دي.
منګل زیاتوي، دغه تازه واده شوې جوړې تر شلو کلونو پورې عمر درلود او د یکشنبه خاورو ته وسپارل شول.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments