پکتیا کې د طالبانو دوه قومندانان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا کې ځایي چارواکي وايي، اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې برید کړی چې د عبدالرزاق او جمال په نوم پکې د طالبانو دوه مهم قومندانان وژل شوي دي.
د اریوب ځاځیو ولسوال عیدمحمد احمدزی وايي، برید تېر ماښام د اریوب هاشم خېلو سیمه کې د طالبانو په یو سرپ موټر شوی چې په مکمل ډول له منځه تللی دی.
د احمدزي په خبره، له دوه قومندانانو سره پنځه نور طالبان هم و چې په دې برید کې له منځه تللي دي.
وړمه ورځ هم اریوب ځاځیو کې بې پيلوټه الوتکې د طالبانو یو موټر په نښه کړی و چې ټول سپاره طالبان یې پکې وژلي و.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *