پکتیا کې د طالبانو بله نادوده / سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

تازه ترهګرو طالبانو د پکتیا ځینو ولسوالیو کې روغتیایي خدمات بند کړي او اجازه نه ورکوی چې ډاکټران د خلکو درملنه وکړي.
دا هغه سیمې دي چې خلک یې روغتیایي خدماتو ته کم لاس رسی لري، یا شخصي ډاکترانو ته د ورتګ توانايي نه لري.
طالبان دا ډول کارونه په قصدي ډول کوي چې خلک ژوند کې تنګ کړي او د طالبانو شخصي غوښتنې ومني.
د دې څو لاملونه کیدلی شي چې طالبانو پکتیا کې روغتیایي خدمات بند کړي دي.
طالبان خو په ښکاره وایي چې روغتیایي خدمات معیاري نه دي ځکه اجازه نه ورکوي، خو دا ځکه دلیل نه دی چې له نشت خدماتو خو غیرې معیاري خدمات ښه دي.
پکتیا کې د کلنیکونو د تړلو یو لامل دا ښودل کیږي چې سیمو کې طالبان شخصي غوښتنې لري، ځینو مرکزونو کې د خپلو کسانو د ګمارنې فرمایشونه لري.
طالبان ځینې مرکزونو کې خپل ټپيانو درملنه کوي او یا ډاکټران خپلو مرکزونو ته ورغواړي چې د دوی د ملګرو درملنه وکړي.
دا ډول غوښتنې روغتیا برخې ته ځکه د منلو نه دي چې هر څوک خپل ځای کې مسوولیت لري او له هغې اخوا اجازه نه لري چې کار وکړی، ځکه د دې کارکوونکو معاش او امکانات خو طالبان نه ورکوي چې د طالبانو فرمایشونه به منی.
بل لامل دا کیدلی شي چې طالبان په لوی لاس غواړي خلک په ژوند کې تنګ کړي چې له سیمو کډې وکړي، مالداري او کرنه یې دوی ته پاتې شي.
بل لامل دا کیدلی شي چې ترهګر طالبان خو د پاکستان ملیشې دي او د هغوی ټولې غوښتنې پوره کوي، نو ممکن ورته یې ویلي وي چې هلته روغتیايي مرکزونه بند کړئ چې حکومت باندې فشار راشي او یا خلک د درملنې لپاره له پولې هاخوا پېښور ته تګ راتګ زیات کړی.
زیات نور لاملونه هم درلودلی شي، خو دا نه لومړی ځل دی او نه وروستی چې طالبان ټولګټې خدمات بندوي او ستونزه پیدا کوي.
طالبان چې د دې وطن په بربادۍ پسې راخیستې، هر هغه کار کوي چې دا خلک او دا وطن پرې زیان ویني.
طالبان د همدې ورانکاریو له کبله امکانات ترلاسه کوي او که دا کار و نه کړي، نو بیا نه پاکستان پيسې ورکوی او نه وسله.
طالبان په ورانکاریو مجبور شوي او هر کله چې تر فشار لاندې راشي بیا یو داسې کار کوي چې خلکو ته زور ورکړي چې حکومت یې ځینې غوښتنې ومني.
خو طالبان به هيڅکله خیر و نه ګوري، لکه تراوسه یې چې هیڅ خیر نه دی لیدلی.
طالبان د ولس ازار وهلي او همداسې ازار وهلي به ذلیله ګرځي او یوه ورځ د افغان ځواکونو تر برید لاندې راځي او د جهنم کندې ته به لیږل کیږي.

Share this page to Telegram

Comments