پکتیا کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا یو شمیر اوسیدونکو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې پر چارواکو نیوکه وکړه چې د سرتیرو تجهیز ژوند او کورنیو ته پام نه کوي .
دوی وایي ، یو شمیر چارواکي د جګړې په کرښه کې د امنیتي ځواکونو تجهیز ، درملنې او د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته پاملرنه نه کوي او په دې برخه کې باید اصلاحات رامنځته شي .
د پکتیا اوسیدونکو افغان سرتیري له دې کبله د درناوي وړ وبلل چې د سر په بدل کې له خلکو او د هیواد له ځمکنۍ پشپړتیا ساتنه کوي
د غونډې ویناوالو له خلکو غوښتنه کړې چې د خپل ملي مسوولیت له مخې دې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او په دې سره به د افغان ځواکونو مورال لوړ او د دښمن به ټیټ شي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments