پکتیا کې ترهګرو طالبانو پر روغتیايي مرکزونو درمل بند کړي

comments 0

11 Views

هندوکش ــ پکتیا: د پکتیا د څکمنیو او اریوب‌ځاځیو ولسوالۍ روغتیايي مسوولان وایې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغو ولسوالیو کې درمل خلاص شوي چې ناروغان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوی په وینا، له تېرې يوې مياشتې راهیسې درمل نه دي ور رسېدلي او ناروغان هم له شخصي درملتونونو د درملو اخیستو توان نه لري.
د څمکنيو ولسوالي د شهيد فضل‌الرحمان روغتون سرپرست عبدالقدوس وايي، هره ورځ په منځنۍ کچه ورته څلور سوه ناروغان ورځي او دوی د درملو نه لرلو له کبله اړ دي چې نسخه ورکړي، څو په بازار کې یې وپېري.
په همدې حال کې د اریوب ځاځیو ولسوالي اوسېدونکی زلمی وزیري وايي، د هوا له سړېدو سره سم د ناروغانو شمېر هم زیات شوی چې په وینا یې، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نه موجودیت له کبله خلک له ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم مني چې طالبانو پر یو شمېر روغتیايي کلینیکونو درمل بند کړي، خو وايي، د روغتيايي مرکزونو لپاره پوستې نه شي جوړولی او نه هم دا کار په قوانينو کې ځای لري.
نوموړی وايي، خلک باید خپله دا حق له وسله‌والو وغواړي.
بله‌خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وايي، پر روغتيايي مرکزونو دا ډول بنديز د ټولو انساني او بشري اصولو خلاف کار دی.
هغه له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې نه يوازې خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي، بلکې خپلو بشري حقونو ته د لاسرسي لپاره دې ورسره همکاري وکړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments