پکتیا پوهنتون کې لیليې جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا پوهنتون کې د ۳۰۴ ملیونه افغانیو په لګښت د دوو لیلیو د جوړېدو چارې پیل شوې
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د دغو لیلیو د بنسټ ډبرې اېښودنې پر مهال وویل چې دغه ودانۍ به له پراخې زیرزمیني سره په پنځو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شي چې پکې به ۳۴۸ د اوسېدا خونې، د مطالعې سالونونه، خوړنځایونه، تشنابونه او نور ټول اړین محلقات ولري.
د دې ودانیو په جوړیدو سره به درې زره زده کړیالانو ته د اوسېدا اسانتیاوي برابرې شي .
د دغو لیلیو له جوړېدا سره به په پکتیا پوهنتون کې د لیلیه زدکړیالانو د جذب ظرفیت تر څلور زرو تنو لوړ شي او له افغاني کلتور سره سم به نجونو د اوسېدا لپاره ځانګړي سهولتونه په پام کي ونیول شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments