پکتیا: پولیسو دوه کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ اړوند د شهراه پولیسو دوه کړۍ هغه ځای پرځای شوي ماینونه کشف او خنثی کړل، چې د وسلوالو لخوا لویو لارو کې د عامو خلکو د وژلو لپاره ځای پر ځای شوي وو.
د پکتیا ولایت امنیې قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم رسنیو ته ویلي ، چې یاد دوه کړۍ ماینونه د احمد آبا ولسوالۍ اړوند او د کابل ګردیز د لوې لارو په اوږدو کې د وسلوالو لخوا ځای پر ځای شوي وو، چې د کشفي راپورنو په اساس د یادې ولسوالۍ پولیسو د تیرې جمعې په ورځ کشف او خنثی کړل.
بلخوا د پکتیا ولایت اوسیدونکي د پولیسو او په ټوله کې د امنیتي ځواکونو کړنې ستایي او وايي چې، پولیس د ټولنې خدمتګار او اصلاح کونکي دي، چې له همدې امله خلک ورځنې چارې په ډاډ سره پر مخ وړي.
دوی د افغان، ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو له کړنو خوښ دی او له هیوادوالو غوښتنه کوي چې په کلکه یې ملاتړ وکړي تر څو په هیواد کې سوله راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیا ولایت په ډنډه پټان او څمکنیو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو د ځپل کیدو په موخه چاڼیز عملیات پيل شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments