پکتیا په مرکز ګردیز کي چاودنه شوي

comments 0

33 Views

هندوکش-پکتیا: د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د حوزوي روغتون مخې ته چاودنه شوې ده. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تایید کړې او وايي، د حوزوي روغتون مخې ته یو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له لوري په نښه شوی دی.
د حسرت په وینا په پېښه کې بریدګر له منځه تللي بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
تردي د مه د دي پیښی پړه چا پرغاړه نه ده اخیستي خو انتحارو اینفجار د طالبانو کاردي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments