پکتیا: پنځه مرکزونو کې ټاکنې کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پنځو ولسوالیو لسو مرکزونو کې نن رای اچونه کیږي.
که څه هم ټاکنو ولایتي دفتر په دې اړه څه نه وایي خو امنیه قومانداني تاییدوي چې احمد ابا، سیدکرم، احمدخیل، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې لسو مرکزونو کې نن رای اچونه کیږي
ټاکنو خپلواک کمېسیون تیره ورځ پریکړه وکړه چې د مرکز او ولایتونو په ټولو هغو مرکزونو کې دې له سره رای اچونه وشي چې د بیلا بیلو لاملونو له مخې یا خو پرانیستل شوي نه دي او یا هم ناوخته پرانیستل شول.
د یادو ولسوالیو خلکو تېره ورځ هڅه وکړه چې رای وکاروي، خو مواد نه و رسیدلي او پروسه یې وځنډیدله.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments