پکتیا: پر طالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا مرکز ګردیز او احمد ابا ولسوالۍ کې لس وسله وال ووژل شول
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو الوتکو د مرکز ګردیز تاند غړک او د احمد ابا ولسوالۍ مچلغو بند او وچ غړک سیمو کې جلا هوایي بریدونه کړي
تبسم زیاتوي چې د دغه بریدونو په پایله کې لس وسله وال وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه سرګروپان هم شامل دي چې په ورانکارو کړنو کې يې لاس درلود.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments