پکتیا: وسله والو یو قومي مشر وژلی

comments 0

43 Views

هندوکش – پکتیا: نا معلومه وسله والو پکتیا کې یو قومي مشر وکیل جان محمد جلالي په ډزو وژلی دی.
ښاغلی جلالي پرون سه شنبه (تلې دویمه) په ګردېز ښار کې په نښه شو.
که څه هم تر اوسه د دغه مخور قومي مشر د وژنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ادعا کړې وه چې چې وسله والو طالبانو په تېرو اتلسو کلونو کې په زرګونو قومي مخور مشران او علمي کادرونه وژلي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments