پکتیا: طالبانو قومي مشران یرغمل کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: طالبانو د پکتیا لجه منګل ولسوالۍ اتلس قومي مشران یرغمل کړي چې ټاکنو کې به ګډون نه کوي او له حکومتي ادارو به کسان راوباسي
د لجه منګل اوسیدونکي وایي ، چې یوه اونۍ وړاندې طالبانو د دغه ولسوالۍ احصایي مدیر وتښتاوه او قومي مشرانو یې د خوشي کیدو هڅه وکړه چې طالبانو له خبرو وروسته دوی هم یرغمل کړل .
د لجه منګل ولسوال هم تاییدوي چې طالبانو یو شمیر قومي مشران یرغمل کړي او غواړي خپلې غوښتنې پرې ومني .
طالبانو ځکه قومي مشران یرغمل کړي چې غواړي خپلې غوښتنې پرې جبري ومني.
طالبانو دغه راز قومي مشرانو ته ویلي چې هرې سیمه کې به طالبانو ته د شپې ځای او ډوډۍ ورکوي، خو قومي مشرانو تراوسه ورسره دا شرطونه نه دي منلي او له طالبانو سره په بند کې دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments