پکتیا او هرات کې د الفتح پرضد غبرګونونه

comments 0

4 Views

هندوکش – هرات: هرات کې د څلور ولایتونو خلکو د طالبانو د الفتح عملیاتو مخالفت کې راوتلي وو.

د هرات د ګاونډیو ولایتونو قومي مشرانو د حکومت او طالبانو ترمنځ پر سوله ټینګار وکړ او له ښکېلو خواوو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

د جګړې پر ضد اعتراض کوونکو د جګړې زیانونه بیان کړي د سولې مذاکراتو ملاتړ یې وکړ.

د هرات تر څنګ د پکتیا یو شمېر اوسېدونکو د حکومت د طالبانو د الفتح عملیات د سولې خنډ بللي.

پکتیاوالو د حکومت او طالبانو پسرلني عملیاتو مخالفت کړی او له دواړو خواوو یې غوښتني د سولې خبرو لپاره عملیات ودروي.

دوی باور لري چې د عملیاتو له اعلان سره د سولې پروسه زیانمنېږي او پکار ده چې اوربند وشي.

امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments