پښتین: پاکستان پوځ خپل ګټې لپاره وزیرستان کې پر خلکو وسلې ویشي

comments 0

5 Views

هندوکش – پښتونخواه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، څو پورې چې په وزیرستان کې عدالتي نظام نه وي برقرار شوی په ټولو قبایلي سیمو کې د سیاسي هلو ځلو لپاره مقدمې ورته د منلو وړ نه دي.
هغه ویلي، پاکستانی پوځ وزیرستان کې پر خلکو وسلې وېشي، هغه کسان چې ټوپک یې پر غاړه وي ازاد ګرځي خو هغه څوک چې پر خپله خاوره د خپلو حقونو غوښتنه کوي هغوی بیا د ترهګرۍ په تور زندان ته لېږي.
نوموړي زیاته کړې، پر ده او ملګرو یې ځکه د پوځ لخوا فشار راوړل شوی دی چې دوی له خپلې پیل کړې مبارزې لاس پر سر شي.
پښتین پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې پر بندي ملګرو دې د لګول شویو تورونو د سپیناوي لپاره هغوی محکمې ته حاضر کړي او که مجرم نه وي نو ژر تر ژره باید خوشې کړل شي.
منظور پښتین زیاته کړې، دوی به د امن لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او په دې لاره کې له هیڅ ګواښه وېره نه لري.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments